امنیت

دطالبانو دډلې يو قوما ندان دغزني په اندړو کې ونيول شو

کابلباختر د زمري ١٩ مــــــــــــه

افغان امنيتې ځوا کونو اود ايتلاف قوتونو نن دطالبانو په ډلې پورې اړوند يو ياغى چې دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په لاره کې دماينونو اوبمونو دښخولو مسول دي ، ونيوه

ايساف نن باخترا ژانس ته دخبرپاڼي په ليږلو سره ليکلي دي دغه سړى دغه را ز په سيمه کې د افغان امنيتي ځوا کونو اود ايتلاف دقو تونو دکتارونو پرخلاف دڅو را کټي بريدو نو مسوول هم دي

ده دغه را ز ديو افغان دولتي مقام د تښتوونې پلان طرحه کړي و

دغه راز افغان امنيتې ځوا کونو ددغو عمليا تو په بهير کې دوه تنه نور مشکوک  ياغيان ونيول

 ديو بل خبر له مخې افغان امنيتي ځوا کونو اودايتلاف قوتونو يوګډ امنيتي ټيم نن دهغو عملياتو په بهير کې چې د طالبانو ديو سيمه ييز قوماندا ن د نيولو لپاره يي د هلمند ولايت په نو زاد ولسوالۍ کې تر سره کړل څو تنه مشکوک ياغيان ونيول او څو ميله وسلې يي ضبطي کړې

دغه قو ما ندان يوه ياغى ډله رهبري کوله  چې په واټو نوکې د کارولو لپاره دماينو نو په جوړولو اوځان مرګو بريدونو کې يي خاص تخصص درلود

په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې دافغان امنيتې ځوا کونو اود ايتلاف دقوتونويو ګډ امنيتي ټيم دقند هار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې دطالبانو ديو سيمه ييز قو ما ندان د نيولو لپاره عمليات تر سره کړل او ددغه قوماندان د نيولو ترڅنګ يي چې دافغان امنيتې ځوا کونو اود ايتلاف دقوتونو پرخلاف يي بريدو نه طرحه کول څو تنه نور ياغيان ونيول او له هغوى څخه يي په سلګو نو تقلبي پيژند کارتو نه ضبط کړل او د هيواد له ختيځ څخه په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې افغان امنيتى حوا کونو اود ايتلاف قو تو نو نن څو تنه ياغيان د هغو عملياتو په بهير کې چې دطالبانو ديو مشر د نيولو لپاره دلو ګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې تر سره شول ، ونيول او څو ميله وسلې يي ضبطي کړې

دغه مشر ځاى پرځاي شوى چاوديدونکى دستګا وي چې په ټوله سيمه کې کارول کيږي برا بروي او وروسته يي ځاى پرځاى کوي

دغه را ز ده ياغى طالبانو ته درا نده جنګى وسايل برا برول

 ددغوعمليا تو په بهر کې په امنيتي ځوا کونو دياغيا نو له خوا بريد وشو چې په متقا بل بريدکې دوه تنه يرغلګرووژل شول اودډزو په بهيرکې ملکي و ګړو ته زيان نه دي او شتې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته