کابل باختر د ثور ديارلسمه :
دطالبانو دډلې دوه مهم غړي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه ډار اچوونکي پرون دملي امنيت دمامورانو له خوا په جلال اباد ښار کې ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو .
دغو ډار اچوونکو په لومړنيو تحقيقاتو کې دطالبانو په ډله کې په غړيتوب او په ننګرهار کې په لسګونو ډار اچوونکو پيښو کې د ګډون اعتراف کړى دى .
ختم- عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ