دطالبانو ديو قوماندان په کورکې دماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شول
کابل –باختر دتلې ١٥
دطالبانو ديو سيمه ييز قوماندان په کورکې ديو ماين دچاودنې له امله دده دکورنۍ يو تن غړى ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دکاپيسا ولايت دمطبوعاتو مسوول قيس کامران باختر آژانس ته وويل: دغه ماين نن په تګاب ولسوالۍ کې دطالبانو دسيمه ييز قوماندان مولوي نصرالله په کورکې وچاوديد چې يو يوولس کلن ماشوم ووژل شو او دده کورنۍ دوه ښځې او يوماشوم ټپيان شول.