امنیت

دطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ : دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ناټو دجنګي الوتکوپه بريدکې دطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول. په فراه ولايت کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا ويندوى عبدالرووف رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه بريدتېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په اوبه کلي کې ترسره شو چې له امله يې دملا نورمحمداو ملاعبدالباري په نومونو دطالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته