امنیت

دطالبانو دوسلو يو برابرونکي په ننګرهارولايت کې ونيول شو

 کابل باختردتلې دمياشتې ٥ :
دملي امنيت لوي رياست موظفينو دطالبانو دوسلواومهماتو  يو  برابرونکي په ننګرهار ولايت کي ونيو.
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
نيول شوي سړى عاشق الله نوميږي  چې دده دکور دپلټنې په وخت کې  ٣٢ پرتلې ، ٦  ټي ټي تومانچې ، ٣  ميکارفوف تومانچې   او يوه اندازه ډول ډول مهمات  ترلاسه کړي دي .
نيول شوي سړي په خپل جرم اعتراف کړى دي  او ويل کيږي چې  ده له ډيري مودې را په دي خواپه ننګرهار ولايت کي دتروريستي ډلو دوسلو اومهماتو دبرابرولو مسووليت په غاړه درلود

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته