نړۍ

دطالبانو دمشرتابه يوبل غړى دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په تورلست کې شامل شو

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
امريکا د افغان طالبانو د ډلې يو بل مشر طارق آغا د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت په تور لست کې شامل کړى دى .
باختر آژانس د نړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې دغه سړى د وسله والو طالبانو د ډلې يو سابقه دار غړى دى او د کويټې شورا د مشرتابه هيئت غړى او د طالبانو د ډار اچوونکو عملياتو لپاره د پيسو د راټولولو مسوول دى .
دى په دې بريالى شوى دى چې د طالبانو د فعاليتونو لپاره په مليونونو ډالره راټول کړي.
طارق آغا د تيرکال په بهيرکې څه دپاسه پنځه مليونه ډالره د خليج په عربي هيوادونو کې د طالبانو لپاره راټول کړي دي .
په همدې مقصد دامريکا د خزانې وزارت د دغه سړي ټول شته او ملکيتونه د امريکا په قلمروکې او يا ددغه هيواد د صلاحيت په محدوده کې ورکړي دي او له ده سره د امريکا په قلمروکې او يا ددغه هيواد دصلاحيت په محدوده کې ورکړي دي او له ده سره د امريکا راکړه ورکړه منع کړې شوې ده.
د روان کال د وږي په مياشت کې د امريکا دبهرنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو د ډلې يو بل جګپوړى غړى عزيز حقاني په تور لست کې شامل کړ او هره هغه خبرتيا چې د ده د نيولو سبب شي؛ پنځه مليونه ډالره انعام وټاکه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته