کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دوسله والو طالبانو دسرې قطعې پنځه غړي په کندز کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
دځانګړو عملياتو دقول اردودمطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر اژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دهېواد دهوايي ځواکونو په بريد کې چې دکندز دچهاردرې ولسوالۍ پر مربوطاتو کې ترسره شول ، وووژل شول .
وژل شوي کسان په کندز کې دوسله والو طالبانو دسرې قطعې دمسوول قاري شفيق دډلې غړى و .
نورستاني زياته کړه چې په دې بريد کې دطالبانو يوموټر او يوه داشکه ويجاړه شوې ده .
ديوبل خبرله مخې، دکندز ښار په شاوخوا سيمو کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې تراوسه پورې دتلوکه ، دم شاخ ، قندهاري ، قشلاق او دازبکانو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شوې دي .
دځانګړوعملياتو قول اردودمطبوعاتو مسوول وويل: په دغو عملياتو کې طالبانوته دسردزيان په اوښتو برسيره په لسګونو سنګرونه او پټنځي يې هم ويجاړ شوې دي اوعمليات دوام لري . ختم_ ج _اکرم