دطالبانو او دپوليسو ځواکونو ترمنځ په نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د لړم دريمه :
دننګرهار ولايت پرامنيتي پوستو تيره شپه دطالبانو په بريدونوکې درې تنه طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .
  دبټي کوټ ولسوال حاجي غالب  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه بريدونه دبټي کوټ ولسوالۍ دچهاردهي په کلي کې هغه وخت وشول چې يوې ډلې طالبانو دسرګردان چوک  دسيمې دپوليسو پر يوې پوستې بريد وکړچې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان  ووژل شول اوبل تن يې ټپي شو .
غالب زياته کړه ددغې نښتې په بهير کې  يوسيمه ئيز پوليس هم شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته