امنیت

دطالبانو او امنيتي ځواکونو په نښته کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دفراه ولايت دګلستان په ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ په يوه نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دفراه ولايت دملي اردو ددويمې پلي لوا وياند عبدالروف  اماني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه نښته تيره شپه له هغې وروسته وشوه چې طالبانو دګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو پر امنيتي پوستو باندې دبريد نيت درلوده چې دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شول اوجګړه پيل شوه .
خبرځاى زياته کړه :ددغې نښتې په بهير کې  اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او له سيمې څخه  تيښتي ته اړ شول.
ده زياته کړه په دې نښته کې دملي اردو يوسرتيري ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته