دطالبانو اختري پيغام ته دافغانستان دخلکو تند غبرګون :موږ اوربند اوسوله غواړو .

کابل باختر دغبرګولې  اوولسمه :
دافغانستان خلکو دطالبانو اختري پيغام ته  چې په هغه کې  دجګړې په دوام باندې ټينګار شوى دى  تند غبرګون  څرګند کړ .
  هېوادوال وايي که چيرې طالبان  په رښتينې توګه  دورانکارۍ او انسان وژنې  دبندولو په لټه کې دي  له جګړې څخه دې لاس واخلي او دخبرو لاره دې غوره کړي .  طالبانو دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت  په يو پيغام کې سولې ته درسيدو لپاره  دخبرو له دوام سره سره  په هېواد کې دخپلو بريدونو  په دوام باندې ټينګار وکړ .
دغزني په سلګونو تنو اوسيدونکو  په يوه غونډه کې  په هېواد کې دجګړې او وينې توييدو  ددوام لپاره  دطالبانو د ټينګار له امله  خواشيني څرګنده کړه. 
هغوى  له طالبانو څخه وغوښتل چې  په هېواد کې  دايمي سولې او ټيکاو ته درسيدو لپاره دې  دافغانستان له حکومت سره  مخامخو خبرو ته حاضر شي خومخکې له دې  دې  له حکومت سره  اوربند  موافقه وکړي .
په روزګان کې  يو سيمه ئيز مشر  سردار اخند زاده وايي  چې طالبان  له ځانه اراده نه لري . او هرڅه چې دپاکستان داستخباراتو دسازمان اي اس اي دستور ورکړي  دغه ډله  يې  عملي کوي .
اخند زاده وويل که چيرې طالبان  کولاى شي  نسبي استقلاليت ولري  رادې شي  له دولت او دخلکو له مشرانو سره مستقيمې خبرې وکړي چې په هېواد کې سوله تامين شي .
دلغمان ولايت اوسيدونکي  احمد ولي نيازي  له طالبانو څخه وغوښتل چې  رامنځته شوي  فرصت څخه دې  مثبته ګټه  پورته کړي  او سولې ته  درسيدو لپاره دې  اوربند  اوپه پاى کې  دافغانستان  له دولت سره  خبرو ته حاضر شي .
داپه داسې حال کې ده چې دملي وحدت دحکومت  دجمهور رييس  او اجراييه رييس په ګډون دافغانستان  جګپوړو مقاماتو په وار وار او په دې وروستيو وختو کې  دنيکمرغه  کوچني اختر  له امله  پيغامونو کې له طالبانو څخه وغوښتل چې په هېواد کې دورانکارۍ  او دوينې توييدو  له دوام څخه لاس واخلي او دسولې لاره دې  غوره کړي .
   امريکا دغه راز په افغانستان کې  دهغه څه لپاره  چې سولې ته  رسيدل بولي دطالبانو له ډلې سره خپلو خبرو ته  دوام ورکوي .
له بلې خوا هم په نږدې راتلونکې کې دحکومت  او طالبانو دمخامخو خبرو امکان  متصور دى . هغه څه چې طالبانو تراوسه پورې  له هغه څخه ډډه کړې وه
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته