دصنايعو نوى پاليسي د وزيرانو شورا له خوا تائيد شوه
کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
دسوداګرۍ او صنايعو وزير وايي چې دهيواد د صنايعو نوى پاليسي د وزيرانو شورا له خوا تائيد شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې: دسوداګرۍ اوصنايعو وزير ډاکتر انوارالحق احدي چې نن يې په يو خبري کنفرانس کې خبرې کولې؛ څرگنده کړه: په څو تيرو کلونو کې په هيواد کې دصنايعو په برخه کې کومه مشخصه پاليسى موجوده نه وه، خو اوس داسې پاليسى برابره شوى ده چي بشپړې ګټې پکې دي. دغه پاليسي دخصوصي سکتور د نظريو په پام کې نيولوسره دصنعتکارانوله خوا تدوين شوى ده .
د سوداګرۍ او صنايعو وزير زياته کړه: دصنايعو له نوى پاليسي سره سم حکومت په پام کې لري چې مالي صندوق جوړ کړي چې سوداګرو او صنعتګارانو ته د اړتيا وړ پور ورکړي .
دغه راز دسودا ګرۍ او صنايعو وزير په چاه بهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتياو د برابرولو يادونه وکړه او ويې ويل چې د ايران دولت په چاه بهاربندرکې پنځوس هکتاره ځمکه د افغانستان دسوداګرۍ او صنايعو وزارت په واک کې ورکړى ده چې په افغاني سوداګرو په چاه بهار بندرکې دځمکې د ويش کار پيل شوى دى. که چيرې افغاني سوداګر په دې تجارتي بندرکې دځمکې د اخيستلو هيله ولري، کولاى شي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له لارې ترلاسه کړي.
دغه راز په شيرخان بندرکې يې په سوداګرو دځمکې د ويش دکار دپيل يادونه هم وکړه او ويې ويل: که چيرې ملي سوداګر وغواړي په دې ښارګوټې کې ځمکه ترلاسه کړي، خپل غوښتنليکونه دې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته وسپاري.