دشکيل ټيم دخوست دواليبال دسياليو اتل شو.

کابل باختردزمري دمياشتې ١٣ :
دخوست ولايت د واليبال سيالۍ تيره شپه دشکيل ټيم په اتلولي سره پاى ته ورسيدې .
دخوست ولايت د ورزش دبرخې مسوول محمد شاه فضل يار باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ چې د روژې دمبارکې مياشتې په درناروي ددغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دلسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې ، په وروستي پړواو کې دشکيل او عبدالکريم ټيمونو لوبه وکړه او د دوو په مقابل کې په دريو سره د شکيل ټيم په ګټه پاى ته ورسيده چې دشکيل ټيم لومړى مقام او دعبدالکريم ټيم دويم مقام وګاته.