دشپږو ماينونواوديوې اندازې چاوديدونکو توکوپه کشفولو سره دڅو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه .
کابل باختر دثور پنځلسمه
دکورنيو چارو وزارت يو خبرځاى وويل : چې دشپږو ماينونو او ديوې اندازې چاوديدونکو توکو په کشفولو سره دڅو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، امنيتي ځواکونودلغمان ، زابل ، ميدان وردګواو دهرات دولايتونو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه له يوې اندازې چاوديدونکو توکو اوددرندو وسلو له اتو ګوليو سره کشف کړل .
دغه ماينونه او توکي په عمده توګه په واټونو او په ګن ميشتو سيمو کې ترلاسه شوي دي .
مسوولينو ويلي دي :چې ترلاسه شويو ماينونودويجاړولو لوړ قدرت درلود او نوي ځاى پرځاى شوي و . چې چاودنو يې کولى شول ملکي وګړو ته زيان ورسوي .