ټولنه

دشپيتو تنو بڼوالو دبڼونو دخړوبولو زمينه برابره شوه.

کابل –باختر دمرغومى شپږويشتمه :
په سمنګانو ولايت کې د اوبولګولو دستونزو دلرې کولو په مقصد پرون ددغه ولايت په بڼوالو داوبو دزيرمې په لسګونو ټانکرونه او داوبو رسولو لوازم وويشل شول دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست دبڼوالۍ او مالداري دپروژې يوه مسوول عبدالمجيد خيرخوا باختر آژانس ته وويل :په دغو لوازموکې چې داوبو دزيرمې شپيته ټانکرونه شته هريو يې د درې زره ليتره اوبو ظرفيت لري او داوبو شپيته پمپونه داوبولګولو له لوازمو سره يې ددغه ولايت په شپيتو تنو بڼوالو وويشل شول.
ده زياته کړه ددغولوازمو ڼوله بيه نږدې څلويښتو زرو امريکايي ډالروته رسيږي او په هغو بڼوالو ويشل کېږي چې بڼونه يې د اوبو دکمښټ له ستونزو سره مخامخ دي
خبرځاى زياته کړه په تيرو څلورو کلونو کې دسمنګانو په ولايت کې په څه دپاسه دوه زره درې سوه جريبه ځمکه کې نوى بڼونه جوړ شوي دي او دغه لوازم يې له دې چې اوبه بې ځايه ولګيږي کولى شي لوړې ساحې هم په حرکاتو سره خبړوبه کړي.
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو مسوولينو ددغو لوازمو دترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبولګولو درياست دکرنيزو چارو آمرنورمحمد وويل : هغو بڼونو چې په وروستيو کلونو کې ددغه پرواګرام له لارې جوړ شوي دي ،ښې نتيجې ورکړي دي او له هغو څخه يې زيات حاصلات ترلاسه کړي دي.
دايبکو په ښار پورې اړوند دچهل دوزخي دکلي يو نن بڼوال عبدالخالق وويل : تيرکال دغې موسسې دده په دوه جريبه ځمکه کې دبادامو نيالګي اييښې و خو د دوبې په فصل کې داوبو دکمښت له ستونزو سره مخامخ شو چې دڅارويو په واسط مې دلرې واټن په وهلو سره له سيند څخه اوبه ليږدولې او نيالګي مې خړوبول.
اوس دغې موسسې داوبو دزيرمې يو ټانکر او داوبو يو پمپ ورکړي دي چې له هغو څخه په استفادې سره کولي شم اوبه زيرمه او بڼ خړو به کړم.
خيرخوا زياته کړه ددغې موسسې له خوا به ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې په بڼوالو داوبو داوبو دزيرمې ټانکرونه وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته