ټولنه

دشولګرې سيند په دواړو غاړو کې ساتنيز ديوال جوړېږي .

کابل/ دليندۍ ١١مه / باختر :
دبلخ دشولګرې ولسوالۍ دسيند په دواړو غاړو کې د استنادي ديوال په جوړولو سره دکرنيزو ځمکو د ويجاړتيا مخه نيول کېږي .
دبلخ دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا رييس عبدالباسط  عيني باختراژانس ته وويل چې دغه ساتنيز  ديوال دپنځه ويشتو کيلومترو په اوږدوالي  ،اتيامترو په سور او ددريو مترو په لوړوالي دالمان هېواد په مرسته دبلخ  دشولګرې  ولسوالۍ دسيند په دواړو غاړو کې جوړېږي .  چې په جوړېدو سره يې په دغې ولسوالۍ کې په سېلاونو او داوبو په څپانده کېدو کې دکرنيزو ځمکو دويجاړتيا مخه نيول کېږي.
دشولګرې  ولسوالۍ  يوشمېر اوسيدونکي وايي چې دسېلاونو اوداوبو دڅپانده کېدو په وخت کې ددوى په سلګونو  جريبه کرنيزې ځمکې ويجاړېږي  چې دساتنيزو  ديوالونوپه جوړېدو سره دهغوى دځمکو دويجاړېدو مخه نيول کېږي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته