ټولنه

دشهيد داوونۍ په مناسبت دقرآن عظيم الشان ختم وشو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٢  :
دشهيد  داوونۍ په درناوي نن له غرمې مخکې دسترې  محکمې په جامع جومات کې دقرآن عظيم الشان دختم مراسم پرځاى شول.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:  په دغو مراسمو کې چې دسترې محکمې ځينو قضايي  اواداري منسوبينو برخه لرله  دقضائيه قوې  د ادارې عمومي آمر  ډاکتر عبدالله عطايي دشهيد داوونۍ  او داسلام  او قرآن له پلوه دشهيد دمقام او منزلت په باب خبرې وکړې او ويې ويل شهيدان  هغه څوک دي  چې خپل خوږ  ژوند يې دالهي حکمونو داجرا کولو او دهېواد دخپلواکۍ  ، ځمکنۍ بشپړتيا  او دملي نواميسو دساتنې  اوپرديو  له تيري او واکمنۍ څخه  دهېواد دژغورنې په خاطر قرباني کړي دي او نه هيريدونکي کارنامې يې پريښې دي   چې دافغانستان دنن او سبا  دوياړ سبب دي.
دقرآن عظيم الشان دختم دمراسمو برخه والو دشهيدانو پاک روح ته دعا وکړه اودلوى  خداى (ج) له دربار څخه يې هيله وکړه چې په ټولو شهيدانو مهرباني وکړي او دخپلې بخښنې وړ وگرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته