دشهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتيا !

کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دشهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتيا !
دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون دماسترۍ زده کړي مرکز دانګليسي ژبې دماسترۍ ( M.Ed. TESol) په څانګه کې د ١٣٩٣ کال لپاره دمرکزاوولايتونو ددولتي لوړو زده کړو دپوهنتونونو اوموسسو اودارالمعليمينونو او تخنيکمونو دانګليسي ژبي دديپارتمنتونواستادان چې د اړوندو رياستونو له خوا معرفي شوي وي دمحصل په توګه مني .
له دې امله مينه وال استادان کولاى شي دشموليت پاڼې او فورمې دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون دماسترۍ زده کړو له مرکز اويا KEU.edu.af له ويپ پاڼي څخه ترلاسه او دروان کال دليندۍ دمياشتې ترشلمې نيټې پورې دې بشپړ او [email protected] — com.gmail@keugsc ايميل ته يي وليږي اويا دشهيداستادرباني دښوونې او روزنې پوهنتون دماسترۍ زده کړو مرکز ته يې وسپاري .
دغه راز د زياتو معلوماتو دترلاسه کولو لپاره کولاى شي له ٠٧٠٠٢١٣٠٠٦ شميرې ټيلفون سره اړيکه ونيسي اوخپل مطلب حل کړي او د ازموينې نيټه وروسته اعلاميږي .