دشهيدانو دوارثانو ټولنې د ١٣٥٨ کال دمرغومي شپږمه نيټه وغندله
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٥ :
دافغانستان دشهيدانو دوارثانو مرکز نن په کابل کې ديوې غونډي په ترڅ کې د ١٣٥٨ کال دجدي شپږمه په افغانستان دپخواني شوروي اتحاد دسره پوځ دتيري کاليزه وغندله .
دباختراژانس دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې دمطبوعاتو په نړيوال تالارکې جوړشوې وه دافغانستان دشهيدانو د وارثانو دمرکز مسوول مرتضي نيکزاد د ١٣٥٨ کال دمرغومې شپږمه نيټه دهيوادپه تاريخ کې ډيره توره اوله شرمه ډکه ورځ وبلله ا وويې ويل په پاى کې مجاهدينو يرغلګرو ځواکونو ته ماتي ورکړه. اوتيښتي ته يې اړ کړل او دخپلواکې وياړلي بيرغ يې داسلامي هيواد دپاسه ورپاوه.په پاى کې برخه والو په اتومادو کې يو پريکړه ليک صادر کړ چې په هغه کې دجنايتکارانو په محاکمې ټينګار وشو.