کابل باختر د کب نهه ويشتمه
دشهيدانومعلولينواودټولنيزوچارو وزارت خبرتيا
په کابل ښارکې په اوونۍ کې د پنځو ورځو کار او ددوو ورځو رخصتيو پنجشنبه او جمعه له مخې دکابل دپيل او پاى رژيم
په اوونۍ کې دڅلويښت ساعته کار له مخې د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې له لومړي نيټې څخه دوږي دمياشتې ترپايه پوري د ماسپښين دلمانځه داداکولو او د ډودي خوړلو لپاره دغرمي له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوي بجي پوري ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره دکار پيل دسهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى به له غرمي وروسته په څلورو بجو او ديرشو دقيقو .
دروژي په مبارکه مياشت کې دکار پيل د سهار په اوو بجو او دکار پاي له غرمي وروسته په يوه بجه
په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې په بانکونو او ولايتونوکې دکار دپيل او پاى رژيم د ١٣٩١ کال دوري دمياشتي له لومړي نيټي څخه دوږي دمياشتي ترپايه پوري دکار پيل دماسپښين دلمانځه داداکولو او دډوډي خوړولو لپاره دغرمي له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوي بجې پوري ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره دکار پيل دسهار په اتوبجو او دکار پاى له غرمي وروسته په څلورو بجو او دپنجشنبې په ورځو په اوونۍ کې دڅلويښت ساعته کار له مخې د کار پيل دسهار په اتو بجو اودکار پاى له غرمي وروسته په يوه بجه .
دروژي په مبارکه مياشت کې دپنجشنبي ورځو په ګډون دکار پيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى له غرمي وروسته په يوه بجه په توليدي ، خدماتي موسسو په دايمي توګه په فعالو برخو ( دکار دشفتونو تنظيم ) نشراتي او روغتيايي موسسو کې دکار وختونه په لومړيو شپږومياشتو کې په اوونۍ کې دڅلويښت ساعته کار له مخې دي دکار دخصوصياتو ، اقليمي او منظفوي شرايطو او داړوندو مقرراتو او لايحو په پام کې نيولو سره تنظيم او عيار کړي دتعليمي او تحصيلي موسسو لرونکې وزارتونه او اداري دي دخپل کار دپيل او پاى رژيم د نورو دولتي ارګانونو دکار درژيم متفاوت له اړوند لايحو اومقرراتو سره سم تنظيم کړي .