دشمشير – ٣٠ عمليات پيل شول.
کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن سهار وختي دشمشير – ٣٠ په نامه چاڼيز عمليات پيل شول.
دعلينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشمشير – ٣٠ عمليات په داسې حال کې پيليږي چې دطالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو دشتون خبرونه خپاره شول.
د٢٠١ سيلاب قول اردو دعامه چارو مسوول ډګروال محمد لقمان دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې دغه عمليات دوسله والو مخالفينو دځپلو په مقصد د٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړى لوا دمنسوبينو له خوا نن سهار وختي دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول او له پروګرام سره سم پرمخ ځي چې جزييات به يې وروسته خپاره شي.