نړۍ

دشمالي کوريا اردو تيارسى شو

پيونګيانګباختر د ميزان١٦
دشمالي کوريا مشرتابه ددغه هيواداردو ته  دتيارسي امرکړى دى .
دغه اقدام دامريکا ،جنوبي کوريا او دجاپان دګډو تمرينونو په ځواب کې دى
چې نن به دجاپان په سمندر ګې کې  پيل شي .
دشمالي کوريا دمشرتابه  دڅرګندونو له مخې :  ددغو دريو هيوادونو تمرينونه دکوريا په  ټاپو وزمه کې  دحالاتو دخرابولو په مقصد ترسره کيږي .
دشمالي کوريا د دولتي خبري آژانس په وينا کې ويل شوي دي چې امريکا هلې ځلې کوي يوه اټومي جګړه پيل کړې اودهغو اټومي وسلو د استفادې داغيزو په باب خبرې کوي چې ګنې دشمالي کوريا له خوا تر ازمايښت لاندې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته