دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې کې د امريکا دبې پيلوټه الوتکې بريد
ميرامشاه دي نيوزانترنشنل دتلې دمياشتې ١ :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې کې نن سهار دامريکا دمتحده ايالاتو دبې پيلوټه الوتکې په بريدکې څه ناڅه درې تنه ووژل شول.
دلومړنيو خبرونو له مخې: دغه بريد دشمالي وزيرستان په داتاخيلو سيمه کې ترسره شو اوپه هغه کې په يوې ليږدونکى واسطې توغندى توغول شوى دى چې ددغه موټر درې تنه سپرلۍ پکې ووژلي شوي .
دعيني شاهدانو دڅرگندونوله مخې بې پيلوټه الوتکو آن له بريد وروسته په دې سيمې خپلو الوتنو ته دوام ورکړي چې دسيمې د اوسيدونکو ترمنځ د ډار او وحشت سبب شوى دى.