ميرانشاه باختر د ثور اتلسمه :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې نن په سړک کې دماين دچاودنې له امله څه ناڅه دولس تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول .
دپاکستان دپوځيانو ديو خبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه ماين دغلام خان ناحيه په يو سړک کې ښخ کړى شوى و او د پوځيانو دنقليې واسطې کاروان په ماين وخوت چې له امله يې دولس تنه پوځيان ووژل شول او يوشمير نور پوځيان ټپيان شول .
ددغې چاودنې مسووليت کوم ډلې په غاړه نه دى اخستى . دپاکستان ددي دان ورځپاڼې په ليکنه يوبل بم دخيبرايجنسۍ په قبايلي سيمه کې شنډ کړى شوى .
دورځپاڼې دخبر له مخې په يوه جلا پيښه کې ناپيژندل شويو مليشو دپيښور دشيخ محمديانو په ناحيه کې دبريښنا ترانسفارمر چولى دى .
پاکستاني ځواکونو په دغه ناحيه کې دخيبر ايجنسۍ دقبايلي سيمې ديو مليشه کور ويجاړ کړى و .
0 1 دقیقه لوستل