امنیت

دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه د بې پيلوټه امريکايي الوتکې بريد

ميرانشا    ډي ډان  باختر دتلې دمياشتې ٧
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ديوې  بې پيلوټه الوتکې دبريد له امله نن درې تنه ياغيان ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه بريد دشمالي وزيرستان مرکز دميرامشاه شمال په اووه کيلومترۍ په ګامندي   ناحيه کې   وشو.
دغه ناحيه په القاعده پورې اړوند دطالب  ياغيانو پټنځاى دى .
يو امنيتي مامور چې ونه غوښتل نوم يې واخستل شي وويل :  په دې بريدکې دوه توغندي دياغيانو په پټنځي وتوغول شول چې له امله يي درې تنه ياغيان ووژل شول.
يوه بل سيمه ييز مامور ددغو تلفاتو شمير څلور  ښودلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته