نړۍ

دشمالي وزيرستان اوسيدونکي له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه تيښتې ته اړ شول.

پيښور – دپاکستان خبري منابع – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
په شمالي وزيرستان  کې دپاکستاني پوځيانو له سختو هوايي بريدونو  وروسته ددغې سيمې په  زرګونو تنه اوسيدونکي تيښتې ته  اړ شول .
باختر آژانس دپاکستاني خبرځايونو له خولې خبر راکړ  :  چې ددغو بريدونو له امله دوژل شويو کسانو دهويت په باب ضد او نقيض خبرونه ترلاسه شوي دي .
دپاکستان د اردو د مقاماتو دڅرګندونو له مخې :   په دغو بريدونو کې څلويښت تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي خو په خبرونو کې دسيمې دخلکو له خولې  ويل شوي  دي چې په  دغو بريدونو کې ملکي وګړي  وژل شوي دي.
دخيبر- پښتونخوا په ايالتي اداره کې له پيښو سره   د مبارزې   د ادارې   ويندوى  لطف الرحمن ويلي دي چې دغو بمباريو شپږ زره کورنۍ له خپلو کورونوڅخه وتلو ته مجبورې کړې دي .
داسوشيتدپرس دخبري آژانس په خبر کې ويل شوي دي چې څه دپاسه اويا زره تنه له خپلو کورونو څخه يېځايه شوي دي  .
دوزيرستان يوه اوسيدونکي رحمان نواز رسنيو ته ويلي دي چې ګڼ شمير خلک
د ادارو دعملياتو له ويرې له خپلو کورونو څخه تښتيدلې دي .
ده   ويلي دي چې  له  خپلې کورنۍ سره له کلي څخه لرې  په يوه    ښوونځي کې     شپې سبا کوي.
دپاکستان اردو په دې   وروستيو وختو کې په شمالي وزيرستان بريدونه کړي دي .
دغه بمبارۍ  د روانې اوونۍ په لومړيو وختو کې پيل شوې   وې او د   سه شنبې دورځې ته سهار پورې يې دوام درلود.
مخکې له دې وسله والو کسانو دخيبر- پښتونخوا ايالت په بنو ښار او دپاکستان  په راولپنډۍ ښار کې ددغه هيواد د اردو يوې قرارګاه تر څيرمه دچاودنې بريدونه کړي وو   چې له  امله يې څه ناڅه پنځه ديرش تنه وژل شوي او په لسګونو تنه   نور تپيان شوي وو چې ګڼ شمير وژل شوي کسان پوځيان   وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته