دشمالي او جنوبي کوريا په پوله کې متقابلې ډزې
_ سيول بي بي سي باختر دتلې دمياشتې ١٩ :
دجنوبي کوريا خبري آژانس ( يون هاپ ) دشمالي اوجنوبي کوريا ترمنځ سرحدي سيمه کې دمتقابلو ډزو خبر ورکړى دى.
ويل شوي دي چې دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې دشمالي کوريا په خاوره کې د شمالي کوريا دمشر کيم جونګ اون پرخلاف دتبليغاتي پاڼو بالونونه خپاره شول .
دغه بالونونه په جنوبي کوريا کې ددموکراسۍ دفعالينوله خوا شمالي کوريا ته ليږ ل شوي دي .
شمالي کوريا پخوا ددغه شان اقدام له ناتار ډک عواقبو په نسبت خبرداري ورکړى و.ددغه خبرله مخې ، ددواړو هېوادونو ترمنځ سمندري پولې په اوږدو کې متقابلې ډزې بې ساري نه دي خوپه ځمکنۍ پوله کې دا کار هغه پيښه ده چې کله کله رامنځته کيږي .
ديون هاپ خبري آژانس د جنوبي کوريا دپوځي مامورينو له خولې ويلي دي چې شمالي کوريا دجنوبي کوريا دبالونونو په لور ډزې کړې دي او له هغه وروسته چې يو شمير ګولۍ دجنوبي کوريا په خاوره کې ولګيدې ،. دجنوبي کوريا سرحدي ساتوونکو په متقابلو ډزو لاس پورې کړ.
لاتراوسه پورې ددغو متقابلو ډزو دسرداحتمالي زيان په باب کوم خبرنه دى خپور شوي .دغه نښتې په داسې حال کې کيږي چې شمالي کوريا ددغه هيواد دواکمن ګوند د جوړيدو نهه شپيتمه کاليزه نمانځي .