ټولنه

دشبرغان ښار په سلګونو اوسيدونکو له ګازي برېښنا څخه ګټه واخسته

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
په شبرغان ښار کې په ازمايشي توګه له طبيعي ګازو څخه دبرېښنا رسونې بهير پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، له پنځوسو ميګاواټو برېښنا څخه دوه ديرش ميګاواټه برېښنا په ازمايشي توګه فعال شوى دى او دجوزجان ، سرپل  او دفارياب دولايتونو اوسيدونکي له هغه څخه استفاده کوي .
دجوزجان والي لطف الله  عزيزي وويل:  ددغې پروژې په وروستي پړاو کې  دبرېښنا دتوليد ظرفيت لوړ کېږي او په دغو ولايتونوکې زياتې ساحې به تر پوښښ لاندې  ونيسي .
هغه زياته کړه چې ددغو ولايتونو اوسيدونکي دترکمنستان  له اوولس ميګاواته برېښنا څخه استفاده کوله چې زياتره وخت له پرچوي سره مخ کېدل .
ويل کېږي  په جوزجان کې  ١٣٧ګازي څاګانې شته  چې دګاز په زيرمو کې  سل مليارده مترمکعب  ګاز اټکل شوى دى چې همدا اوس  له څلويښتو څاګانو څخه ګاز استخراج کېږي او له هغه څخه دشبرغان ښار اوسيدونکي دخپلو کورونو دتودولو او دمزارشريف  دسرې اوبرېښنا په فابريکه کې کيمياوي  سرې دتوليد  په خاطر  استفاده کېږي.    ختم_ عطاالله_اکرم               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته