کابل باختر دوږي يوولسمه :
دجوزجان ولايت دمرکز شبرغان په لسګونو تنو ځوانانو نن په هېواد کې دسولې او ملي وحدت په ملاتړ لاريون وکړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه لاريون دجوزجان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دلنکن دروزنيز مرکز په همکارى په هېواد کې دميشتو قومونو او مليتونو ترمنځ دملي وحدت دلازيات ټينګښت او ددايمي سولې دتامينولو او دقومي او ژبنيو تاسيساتو دله منځه وړلو په مقصد ترسره شو .
ددې لاريون برخه والو دهېواد ددرې رنګو بيرغونو په ليږدونې سره په داسې حال کې چې په هېواد کې دټولو ميشتو مليتونو په جامو سمبال وو په هېواد کې ددايمي سولې دټينګښت او دقومي او ژبنيو تاسيساتو دله منځه وړلو غوښتنه وکړه .
هغوى جګړه او ورور وژنه مردوده وبلله او داتحاد او اتفاق دلاسونوپه ورکولو سره يې وويل چې موږ ټول انسانان يو او ټول افغانان يو او له جګړې پرته اودارام ژوندانه حق لرو .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل