کابل باختر دوږي پنځمه :
افغانستان داوبو دسرچينو په لحاظ په ډيرو سختو شرايطو کې دى او زياتره خلک دخپلې اړتياوړ څښاک اوبو دترلاسه کولو لپاره هره ورځ دلاپسې ژورې څاګانو په کيندنو لاس پورې کوي له همدې امله تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده او اوبه ککړې دي .
دکابل دښاري اوبو او فاضلاب شرکت درپوټ له مخې، دکابل ښار په سلو کې اته شپيته وګړي په لوله کشي شويو اوبو لاسرسى نه لري او ددغه ښار په سلو کې يواځې لس اوسيدونکي دڅښاک په روغتيايي اوبو لاسرسي لري
دهندوستان داقتصادي سلو تحليلګر سودا راماچندران په ديپلومات ورځپاڼه کې ويلي دي هيله کېږي چې هند دکابل سيند په تګلوري کې دشاتوت بند پروژې کار د ٢٣٦ مليونو ډالرو په لګښت په راروانو اونيو کې پيل کړي .
دغه پروژه چې ټاکل شوې ده دراروان کال په بهير کې بشپړه شي په پرانستل کيدو سره به يې دڅښاک اوبو دکمښت له پلوه دګڼ شمير خلکو ستونزې لرې شي . داقتصادي مسلو کارپوه او دپوهنتون استاد تاج محمد اکبر د باختراژانس خبريال ته وويل چې دکابل سيند په تګلوري کې دشاتوت بند په جوړيدو سره کيداى شي په کابل ښار کې ترکومه ځايه پورې چې ظرفيت شتون لري داوبو دکمښت ستونزې حل کړي خو ټولې ستونزې ددغه بند په جوړيدو سره نه حل کېږي .
دکابل ښار يوه اوسيدونکي محمد عادل په کابل ښار کې په اوبو دخلکو دلاسرسي په خاطر دشاتوت بند جوړول ګټور وبلل او ويې ويل هيله ده چې ددغه بند په جوړيدوسره داوبو دکمښت له پلوه دخلکو ستونزې کمې شي .
په کابل ښار کې ديوه خصوصي ښوونځي يوې ښوونکې شکيلا دباختراژانس خبريال ته وويل چې موږ داوبو دکمښت له ستونزو سره مخامخ يو په اوونۍ کې يوځل دنل له اوبو څخه ګټه اخلو اوپه کابل ښار کې داوبو کچه ډيره ټيټه شوې ده چې دژورو څاګانو دکيندنې امکان شتون نه لري .
دسرحدي اوبو دمديريت کارپوه او دفوايد عامې په وزارت کې ستر سلاکار اسد الله ميلاد وويل چې له ٢٠١٤ کال راپديخوا محمد اشرف غني داوبو مديريت او دبندونو جوړولو ته داقتصادي ودې او پراختيا لپاره په لومړيتوب کې ځاى ورکړ
افغانستان په ځنډ سره په خپلو سرحدي سيندونو دخپل رواحق له مخې کار پيل کړ چې ددغې مسئلې دګاونډيانو انديښنې هم راپارولي دي
داپه داسې حال کې ده چې دجمهور رييس محمد اشرف غني دزمري دمياشتې په يوويشتمه نيټه دځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسمو کې وويل چې په دوو مياشتوکې به انشا الله تاسې ددې شاهدان واوسى چې دوچکالۍ او دسيلاو څو زره کلنه خبيثه کړۍ پاى ته ورسيږي .
دشاتوت بند به چې دکابل ولايت دچار اسيا په ولسوالۍ کې دميدان سيند په وړاندې جوړ شي د ١٤٧ مليون مکعب متره اوبو دزيرمه کولو ظرفيت لري .
دغه بند به دکابو دوو مليونو تنوانسانانو لپاره د څښاک روغتيايي اوبه برابرې کړي او دکابل ولايت دچار اسياب ولسوالۍ په مربوطاتو کې به کابو څلور سوه هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي .
ختم- ف _ اکرم
10 2 دقیقې لوستل