نړۍ

دسيمې سوله دافغانستان په ثبات پورې اړه لري

بيجنګ ډي ډان  / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٧  :
د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي دي چې په افغانستان کې سوله اوثبات په پاکستان کې د سولې او ټيکاو لپاره يو تضمين دى او د افغانستان د ستونزې  د يوه سوله ييز حل د لارې د موندلو لپاره د چين هڅې وستايلې .
د پاکستان د دفاع وزير دغه موضوع د سيمه ييز تروريزم، جرړو او چلندونو ترعنوان لاندې عمومي غونډه کې چې د چين په پايتخت بيجينګ ښارکې جوړه شوې وه، بيان کړه.
په هغې خبرپاڼه کې چې د پاکستان د دفاع وزارت له خوا پرون خپره شوه؛ ددغه هېواد ددفاع وزير په دې غونډه کې ويلي دي چې د سيمې ديوې ډيرې سترې طرحه په توګه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په شان پروژې هغه وخت کيداى شي  ګټورې وي چې سوله په سيمه کې د سوکالۍ او پراختيا دنوې دورې پيلوونکې وي.
ده د سيمې دخلکو اساسي انديښنې هغه افراطي عناصر وبلل چې په ټولنوکې  دپيوستون له کرښو څخه استفاده کوي .
ده ټول تروريستي اقدامات وغندل او د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ نښتو او د کشمير نه پاى ته رسيدونکو پيښو ته اشاره وکړه او د بشر د حقوقو د ترپښو لاندې کولو خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته