دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ټپي شو
کابل باختردلړم دمياشتې ١١ :
دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان تيره شپه په بدخشان ولايت کې ټپي شو او پوليسو يو يرغلګر ونيوه .
دبدخشان ولايت وياند دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : دسيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان ديوبل سيمه ييز قوماندان له خوا په ډزو سره ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه : تورن دپوليسو له خوا نيول شوى دى اوپه خپل جرم يې اعتراف کړى دى او دشخصي دښمنۍ له امله يې په ده ډزې کړې دي .