دسيمه ييزو پوليسو داصلاحاتو دڅيړنې سيمينار جوړ شو.
-کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
دکورنيو چارو وزارت سيمه ييزو پوليسو داصلاحاتو دبهير دڅيړنې په مقصد يو ورځنۍ سيمينار جوړ کړ.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
دهيواد دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد چې ددغه سيمينار د پاى ته رسيدو په مراسمو کې خبرې کولې سيمه ييز پوليس يې دملي پوليسو ځواکمن مټ وبآله او ويې ويل : دکورنيو چارو وزارت په پام کې لري چې تر راتلوونکو دريو مياشتو پورې دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو په چوکاټ کې داصلاحاتو بهير بشپړ کړي او ددغو ځواکونو ټولې ستونزې لرې کړي.
په دې سيمينار کې دټولو ولايتونو دسيمه ييزو پوليسو امرين، دپيژند مديران او دجلب او جذب قوماندانان کابل ته رابلل شوي و چې دسيمه ييزو پوليسو داصلاحاتو دلارې پرسر دپرتو ستونزو په باب خبرې وکړي او په دې اړوند خپل وړانديزونه دکورنيو چارو وزارت رهبرى ته وړاندې کړي .
دکورنيو چارو وزارت ادارى معين لوى پاسوال اکرام الدين ياور دسيمه ييزو پوليسو دقوماندانۍ دتشکيل ته اشاره وکړه او ويې ويل.
اوس ديرش زره سيمه ييز پوليسان دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې له نورو امنيتي ځواکونو سره کار او فعاليت کوي .
دکورنيو چارو وزارت ادارى معين دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو د جلب او جذب په لاره کې شفافيت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه ځواکونه له کشفي او استخباراتي دچارو له بشپړولو وروسته دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې شامليږي.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو دستر معينيت مرستيال لوى پاسول محمد سالم احساس وويل :په دې سيمينار کې دسيمه ييزو پوليسو دمنسوبيو کړه وړه ، دکاري چارو ښه والې او له نورو امنيتي ځواکونو سره دسيمه ييزو پوليسو دهمغږۍ په باب خبرې اترې وشوې .
په همدې حال کې په دې سيمينار کې دکورنيو چارو وزارت پيژندوال لوى پاسوال محمد وکيل اکبرى دپوليسو دمنسوبينو دسندونو او کاري سوابقوکمپيوتري کولو ته اشاره وکړه او ويې ويل دغه بهير دملي پوليسو دځواکونو ترمنځ دشفافيت کچه زياتوي.
او دملي او سيمه ييزو پوليسو په سلو کې ٨٨ ځواکونه کمپيوترى يا اهيرمز بهير کې شامل شوي دي .
دسيمه ييزو پوليسو رييس هم ددغه سيمينار دجوړولو په باب خبرې وکړې او خپل کاري رپوټ يې دکورنيو چارو وزارت مشرتابه ته وړاندې کړ په دغه سيمينار کې دښوونې او روزنې عمومي قوماندان پاسوال الهام دجلب او جذب دقوماندانۍ سرپرست مل پاسول عبدالجميد صادقي دسيمه ييزو پوليسو ستر سلاکار ډګروال ګيتس او يو شمير منسوبينو دموضوع په باب خبرې وکړې او دسيمه ييزو پوليسو داصلاحاتو دبهير دپرمخ بيولوپه ارزښت ټينګار وکړ .
ددغه سيمينار برخه والو په پاى کې يوه پريکړه ليک صادر او دسيمه ييزو پوليسو داصلاحاتو په برخه کې دموجود طرزالعمل دعملي کولو په باب يې خپله ژمنه اعلام کړه.