ټولنه

دسيروم جوړولو لومړى کارخانه په هرات کې جوړه شوه .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
په افغانستان کې دسيروم دتوليد لومړنۍ کارخانه په هرات کې جوړه شوه .
دسيروم دتوليد لپاره ددغې کارخانې ازمايښتي فعاليت  پيل شو .او ټاکل شوې ده دروغتيايي مسوولينو له څېړنې او اجازې ورکولو وروسته دسيروم په توليدولو پيل وکړي .
ددغې کارخانې يومسوول باختراژانس ته وويل: هلې ځلې کوي  چې دسيرومو دتوليد کچه ورو ورو دهېواد له اړتيا سره سم  پراخه کړي .
سيروم دناروغانوله مهمواړتياو څخه دى . په افغانستان کې زياتره سيروم  له ايران اوپاکستان څخه واردېږي .
دهرات  دسوداګرى او پانګې اچونې  دخونو مسوولينو هيله څرګندوي چې دسيروم دتوليد ددغې کارخانې دفعاليت په پيل سره افغانستان  له دې پلوه  ورو ورو په خپلو پښوبه ودرېږي .
دغه کارخانه دکورنيو پانګه والو په پانګه  جوړه شوې ده او په فعاليت سره يې  په سلګونو کارګران په مستقيم ډول او په زرګونو نور کارګران په غير مستقيم ډول  په کار بوختېږي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته