کابل باختردسلواغې دمياشتې ٧ :
دافغانستان دسياسي ګوندونو اوايتلافونو دهمکاري شورا دانتخاباتو دکارتونو داعتبار ورکولو په باب د حکومت تصميم دانتخاباتو په چارو کې يو ډول لاسوهنه وبلله.
دباختراژانس دخبرله مخې ، په شورا کې شاملو استازو چې نن يې په يوه خبري غونډه کې ګډون کړي و او دغه توريې ولګاوه چې حکومت درايي ورکوونکو دلست له برابرولوسره مخالفت کړي دي او دتيرو کارتونو دزغملوپه لټه کې دي چې دپراخو درغليو امکان پکې شته اودسياسي ګوندونو اودايتلاف اودمدني ټولنې دمرکزونو مشروع او ديموکراتيکو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.
دوى ديوې اعلاميې په خپرولو سره چې دسياسي ګوندونو اوايتلافونو دهمکاري شورا نظريې منعکس کاوه له حکومت او جمهوررييس څخه يې وغوښل چې دانتخاباتو په تخنيکي اومسلکي چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي او نړيواله ټولنه دى دشفافو اوله درغليو څخه دخلاص انتخاباتو همکاري وکړي.
دافغانستان سياسي ګوندونو اوايتلافونو دهمکاري دشورا دغړو څرگندونې
په داسې حال کې کيږي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دشفافو اوله بهرنيو لاسوهنو او درغليو څخه دخلاصو انتخاباتو په ترسره کولو ټينګار کوي.
ټاکل شوې ده دجمهوري رياست راتلوونکي انتخابات د ١٣٩٣ کال په پسرلى کې ترسره شي او حامدکرزي دقانون له مخې نه شى کولاي په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
کرزي ټينګار کړى دى چې داساسي قانون دحکمونو درناوي کوي.
2 1 دقیقه لوستل