سیاست

دسياسي مسئلو کارپوهان: د زماني تيريدو پاکستاني سياستوال وافعيت ويلو ته اړ کړ

کابل باختر  دوري  شپږ ويشتمه

 يوشمير ديني عالمان دپاکستان دجماعت اسلامي دمشر  دوروستيو څرګندونو په باب وايي  چې دطالبانو له رژيم سره  په هغه وخت کې دپاکستان دمذهبي مشرانو  ملاتړ و ،

  دپاکستان دجماعت اسلامي مشر  قاضي حسين احمد  دطالبانو حکومت  غير اسلامي  وباله او په ټينګار سره يې  له هغوى څخه  غوښتي دي  چې نور  جګړه پاى ته ورسوي  او له دې زيات  دغير  شرعي او غير اسلامي  عملونو مرتکب  نه شي .

  خوددين د ځينو عالمانو په باور په افغانستان کې دطالبانو دحکومت په باب  دپاکستان  دمذهبي مشرانو څرګندونې چې هغه يو اسلامي  حکومت و ،  او ياغير اسلامي  ددوى دپخوانيو  نظريو  پرخلاف دى .

 دکابل ښار يو ديني عالم  مولوي عبدالحق دباختر اژانس خبريال ته وويل  هغه وخت چې پاکستانيانو دشريعت دساتونکو په توګه  دطالبانو ملاتړ کاوه او دطالبانو له حکومت سره يې نږدي اړيکي  لرلې   د طالبانو له رژيم سره  د  جماعت اسلامي دمشر قاضي حسين احمد او دپاکستان دنورو مذهبي مشرانو ملاتړ و ، خو اوس  دپاکستان  مذهبي مشران  دخپلو پخوانيو نظريو پرخلاف  خبرې کوي  دا ددې څرګندوي دى چې دوى  بله لوبه پيل کړې ده   په همدې حال کې  دولسي جرګې  د ديني او فرهنګي  چارو دکميسيون  پخوانۍ غړي  مولوي شيخ احمد  وايي داسلامي حکومتونو بنسټ  اسلامي شريعت  دي . چې طالبان يعنې  ددوى دواکمني  وخت  په ځينو مواردو کې  په دين  لاس پوري کاوه .

   خو دکيبل وهلو بي حده ظلم ، له محاکمې پرته وژنې  او دخلکو ځورونې،  قومي  او نژادي توپيرونو اونوري سرغړونې  چې دطالبانو له خوا ترسره کيدې  څرګنده ده  چې داسلامي قوانينو  پرخلاف  دي او اسلام ييې  نه تاييدوي .

  دسياسي مسئلو يو کارپوه  چې نه غواړي نوم يې واخستل شي  دقاضي حسين احمد دوروستيو څرګندونو  په اړوند وويل  دزماني تيريدو پاکستاني سياست وال  واقعيت ويلو ته  اړ کړل .

سياسي فضا  اوس په پاکستان او سيمه کې  بل ډول ده چې زياتره دطالبانو تجريدول په ځان پسي لري  او اوس  پاکستاني  سياستوال هغه څه چې بايد  کلونه کلونه مخکې يې ويلي واي  اوس  څرګندوي  هغه څه چې  طالبانو ترسره کړل  اوکوي يې  له هيچا څخه  پټ نه دى  ټول په دې پوهيږي  چې  ددغې ډلې  خبرې  له کړو وړو سره  يې   سمون نه لري ښه ده چې اوس  پاکستاني سياست وال  واقعيتونه  په ډاګه کوي  او داکار  کولى شي  په پاکستان کې  دطالبانو د ډلې  مادي اومعنوي ملاتړ  کم کړي .

 دپاکستان  د تودي  ورځپاڼې  او دځينو نورو ورځپانو  له خولې  دپاکستان  د جماعت اسلامي مشر  په دى وروستيو وختو کې   په پيښور ښار کې په يو خبري کنفرانس کې ويلي دي  چې دطالبانو رژيم نشو کولي په هيڅ صورت  يو اسلامي  حکومت  وبولو .  ځکه  دهغوي  زياتره عملونه  داسلامي ارشاداتو او  مبادي  پرخلاف  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته