ټولنه

دسولې څلويښت تنه استادان له ترکيې څخه وشړل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
په ترکيه کې دسولې څلويښت تنه استادان له دندو څخه يې شړل شوي دي .
ددغو کسانو په شړل کيدو سره دهغو کسانو ټول شمير چې په وروستيو ورځو کې په ترکيه کې شړل شوي دي څلويښتو زرو تنو ته ورسيد.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ : په ټوليزه توګه دترکيې دلوړو زده کړو ٢٣٤٦ تنه په دغه هيواد کې له ناکامې کودتا وروسته له کار څخه ګوښه کړى شوي دي.
دسولې داستادانو ډله چې دخپلو څلويښتو تنو غړو دشړل کيدو خبر يې خپور کړى دى دترکيې دپوهنتونونو څه دپاسه زرتنه استادان او څيړونکي شامل دي چې ديوې وينا په لاس ليک کولو سره دترکيې دحکومت او دکردستان د کارګرانو ګوند ترمنځ دخبرو دبيا پيلولو غوښتنه کوي.
دتيرې پنجشنبې په ورځ اعلام وشو چې دغې ډلې د آلمان د اخن دسولې جايزه ګټلې ده .
يوې له څلويښټو تنو شړل شويو استادانو څخه فاطمې ګل اريلديز ويلي دي چې پوهنتون دسولې دوينا دلاس ليکوونکو د نومونو فهرست دلوړو زده کړو شوراته وليږه او دغې شورا موږ وشړلو. دغه سياست له انتقادي ناروسورو څخه دپوهنتون پاکول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته