دسولې مشورتي غونډې دې بايد دافغانستان ددولت په موافقه اودافغانستان په دننه کې جوړه شي .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
په دې باب  مطبوعاتي  رپوټونه  چې دافغانستان دولت  دسولې دمشورتي غونډو  جوړول چې دافغانستان  له دولت سره  له سلامشورو او همغږي پرته  له هيوادڅخه په بهر کې  جوړيږي  ،  ناسمې دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  په ټينګار سره  تکراروي  چې دافغانستان  دسولې دبهير په اړوند  دهر راز بين الاافغاني  مشورتي غونډو جوړول  بايد  دافغانستان ددولت په موافقه  او ددغه هيواد په دننه کې ترسره شي .
  ديادونې وړ ده چې دافغانستان ددولت  او طالبانو ترمنځ  مستقيمې  رسمي خبرې  کيداي شي  له هيواد څخه  په بهر کې  درسمي بهيرونو له لارې په قطر کې  دطالبانو د تحريک  دجوړولو  په ګډون ترسره شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته