دسولې عالي شورا وسله والو مخالفينو ته دسولې يوه بشپړه طرحه وړاندې کړې ده

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢ :
دسولې دعالي شورا يو غړي وايي  چې دغه شورا په هېواد کې دهميشنې سولې دټينګښت په خاطر يوه طرحه برابره کړې ده اوپه افغانستان کې ښکېلو لورو ته يې وړاندې کړې ده .
دسولې دعالي شورا غړي  قاضي محمدامين وقاد دباختراژا نس له خبريال  سره په مرکه کې وويل  دسولې  عالي شورا  يوه پنځه پړاويزه طرحه برابره کړې ده او دوه پړاونه يې   چې له پاکستاني مقاماتوسره  خبرې  او دهغوى له بند څخه  دطالبانو خلاصون په پکې شامل وو ، بشپړشوي دي او ټاکل شوې ده   چې دريم پړاو يې چې  دځانمرګو بريدونو دمردود بللو په خاطر داسلامي هيوادونو دعالمانو  دستر  کنفرانس  جوړول دي تر اجرالاندې دي .
ده وويل ،  له دغې طرحې سره دپاکستان ، سعودي عربستان اودملګروملتو دسازمان ملاتړ شته او دهيواد دملي امنيت دشورا له خوا تائيدشوي دي .
ده زياته کړه چې په دې طرحه کې دهيواد  داتباعو اوپه تيره بيا  دښځو حقوق  او داساسي   حقوق  په بيلابيلو برخو کې  له قانون سره سم  په پام کې نيول شوي دي اوپه دې طرحه کې ټول بشري حقوق تضمين شوي دي .
دسولې دعالي شورا دغه غړي زياته کړه  چې په دې طرحه کې داساسي قانون په باب خبري نه دى شوي  ځکه په هغه صورت کې چې مخالفين  داساسي قانون دتعديلاتوپه اړوند کومه خبره ولري داساسي قانون بدلون  دلويې  جرګې واک دي.
قاضي وقاد ټينګار وکړ په دې طرحه کې دهيواد سياسي  جغرافيا ساتنه په پام کې ده اودهيواد  اودملت  په لوړو ګټو باندې ټينګارشوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته