سیاست

دسولې عالي شورا دسولې دخبرو دپيل لپاره دبديلې لارې په لټه کې.

کابل- باختر د وري دمياشتې ٦
دافغانستان دسولې عالي شورا له امريکا او چين څخه غوښتنه کوي چې پاکستان ته دافغانستان دسولې دخبرو د دوام په خاطر قناعت ورکړى .
دا په داسې حال کې ده چې دسولې عالي شورا ټينګار کوي چې تر يوې اوونۍ پورې بايد دافغانستان ، امريکا ،چين او پاکستان دڅلور اړخيزه غونډه د طالبانو د ډلې داستازو په ګډون جوړه شي.
دغې شورا ويلي دي که چيرې دافغانستان دسولې لپاره برخه وال هيوادونه ونه شي کړاى د طالبانو ډله دسولې دخبرو ميزته حاضر نه کړي ددغه بنسټ استازى به په دې خاطر بله لاره ولټوى.
دسولې دعالي شورا غړى محمد امين وقاد يوې ټلويزيوني شبکې ته په خپلو نويو څرګندونو کې ويلي دي داسې ښکاري چې پاکستان ښايي چين او امريکا ته قناعت ورکړى وى چې دافغانستان دسولې خبرې دې وځنډول شي، وقاد ويلي دي چين او امريکا بايد پاکستان ته قناعت ورکړي چې دسولې خبرې پيل او طالبان اوربند ته وهڅول شي.
ده ويلى دى تراوسه پورې څلور اړخيز هيئت ددغه بهير دځنډولو علت نه دى بيان کړى او دغه مياشت څلور اړخيز هيت ته يو ازمايښت دى چې هغو ى کولاى شي دغه خبرې له سره پيل کړي که څنګه ؟که چيرې ونه شي کړاى دسولې دخبرو د راتلوونکى به څنګه وى .
وقاد وايي هغه وخت به موږ دبديلې لارې په فکر کې ووسو .
داپه داسې حال کې ده چې دڅلور اړخيزې غونډې دهمغږۍ ډله اعلام کړى و چې دمارچ دمياشتې په لومړيو اوونيوکې به دافغانستان دسولې خبرې له طالبانو سره په مخامخ ډول پيليږي.
پاکستان هم ژمنه کړې وه چې ډير ژر به طالبان دخبرو ميزته حاضر کړو ځکه دپاکستان دملي امنيت دسلاکار دڅرګندونو له مخې د طالبانو د ډلې له قوماندانانو او مشرانو سره يې اړيکې نيولي دي او له هغوى څخه غوښتل شوي و چې دافغانستان له دولت سره په مخامخو خبرو کې ګډون وکړي .
خو يو شمير کارپوهان هم دافغانستان دسولې دخبرو ځنډول دانديښنې وړ بولي او ټينګار کوي چې امريکا او چين بايد په پاکستان زور واچوى چې دغه هيواد په افغانستان کې دسولې درامنځته کولو لپاره په خپلو ژمنو ولاړ وى ځکه پاکستان په تيرو څو کلونو کې دافغانستان دسولې او ثبات په اړوند دهمکارۍ ژمنې کړى دى خو عمل يې نه دى کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته