کابل باختر د وږي دريمه :
دسولې دعالي شورا عمومي مجمع نن دسولې دعالي شورا درييس محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه .
په دې مجمع کې دسولې دبهير ددارالانشا رييس او په سياسي چارو کې دجمهور رييس ځانګړي استازي ډاکتر محمد اکرم خپلواک او دسولې دعالي شورا مرستيالانو او غړو برخه لرله .
دباختراژانس دخبرله مخې، په پيل کې محمد کريم خليلي په خبرو کې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له لوري د مشروط اوربند داعلام په خاطر دخپلې مننې او قدردانى مراتب څرګند کړل او اوربند يې داعتماد جوړولو لپاره ډير ښه ګام وباله .
دسولې دعالي شورا رييس يوځل بيا دافغانستان دحکومت او دطالبانو دتحريک ترمنځ دسولې دخبرو دپيل دبهير دګړندي کولو لپاره دبېلابېلو هېوادونو دهڅو او همکارى له امله مننه او قدرداني وکړه او په بين الافغاني خبرو يې ټينګار وکړ .
وروسته دسولې دبهير ددارالانشا رييس ډاکتر محمد اکرم خپلواک دسولې دعالي شورا دلاس ته راوړنو او فعاليتونو په اړوند خپل رپوټ برخه والو ته وړاندې کړ او ويې ويل ملي ، سيمه ئيزه او نړيواله اجماع چې دسولې په هکله رامنځته شوې ده ټينګار کوي چې دسولې خبرې دې بايد بين الافغاني وي .
دسولې دعالي شورا دعمومي مجمع غړو دازادو خبرو په برخه کې دسولې په خبرو کې دافغانستان دخلکو په مالکيت باندې ټينګار وکړ او دحکومت دمشروط اوربند له اعلام سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل