سیاست

دسولې او دښې حکومتوالى دغونډې جوړيدل .

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې دکابل ولايت دقره باغ  ولسوالۍ  داوسيدونکو ترمنځ  دځينو اختلافونو دحل کولو په موخه د ( سولې اوښې حکومتوالى ) په نامه  يوه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې چې ديوناما دملګروملتو دسازمان دمعاونيت دهيئت  دهکارۍ دکابل ولايت دقره باغ  په ولسوالۍ کې جوړه شوه لومړى دقره باغ ولسوال محمد عظيم ددغې ولسوالۍ دامنيتي حالت په اړوند خبرې وکړې  او ويې ويل  دقره باغ په ولسوالۍ کې امنيت تامين دى خو ددغې ولسوالۍ داوسيدونکو ترمنځ دځينو اختلافونو شتون ددې سبب شوى دى  چې ددې ولسوالۍ  نوم دناامنو ولسواليو  په فهرست کې  ځاى ونيسي او په دې ولسوالۍ  کې دځينو ډار اچوونکو کړيو دفعاليت زمينه مساعده شي .
ده له اړوندو مراجعو څخه وغوښتل چې له دې وروسته  دې ددې  ولسوالۍ نوم دناامنو ولسواليو په جمله کې ونه شمير ي   ځکه دناامن  کلمې يادونه ددې سبب کېږي  چې په دې ولسوالۍ کې پرمختيايي پروژې هم پلې نه شي .
دغه راز دقره باغ  ولسوالۍ دوګړنۍ شورا رييس شيرشاه اورياخيل سوله دهېوادوالو دښې راتلونکې  ضمانت کوونکي وبلل  او زياته يې کړه چې دسولې  د تامينولو په لاره کې دې بايد په شخړه کې ښکيل لوري دملي ګټو دتامينولو په خاطر په سرښندنې  سره له ځينو اختلافونو څخه تير شي او دخبرو له لارې دې د اختلافونو په حل کولو  لاس پورې کړي .
په همدې ترتيب دقره باغ ولسوالۍ دعالمانو شورا غړي  مولوي کفايت الله ، دپرمختيايي  شورا رييس ډاکتر  مصدق او ددغې ولسوالۍ دځوانانو شورا رييس اسمعيل  سهاک  خبرې وکړې او دموضوع په باب يې خپلې نظرېې  وړاندې کړې .
وروسته دکابل ولايت دسولې دشورا رييس مولوي  دين خبر  خبرې  وکړې او ددغې ولسوالۍ  له اوسيدونکو څخه  يې وغوښتل چې په يو والي او پيوستون سره دې دسولې دتامينولو او داختلافونودحل کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي .  په پاى کې    محبوب الله محيبي  دقره باغ ولسوالۍ داوسيدونکو دستونزو او غوښتنو له اوريدو وروسته خبرې وکړې او له ټولو هېوادوالو او په تيره بيا دکابل ولايت دمرکز او ولسواليو له ټولو اوسيدونکو څخه يې  وغوښتل چې دخپل ايماني او وجداني  مسووليت په درک سره  دې دسولې ، امنيت او ټيکاو  دتامينولو  په لاره کې په ګډه کاروکړي  او دهېواد دترقي  او پرمختګ لپاره دې لاره اواره کړي .
ده دسولې  او دهغې دښيګڼو  په باب له خبرو وروسته  دقره باغ ولسوالۍ  داوسيدونکو ترمنځ دشته اختلافونو او ستونزو په حل کولو کې دکابل ولايت  دادارې د هراړخيزو همکاريو ژمنه وکړه .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته