نړۍ

دسوريې په کورني جګړه کې کيمياوي وسلې کارول شوي دي

  دمشق بي بي سي   باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
نړيوالو کارپوهانو دسوريې  په کورني  جګړه کې  له کيمياوي وسلو څخه استفاده  محتمل بللى دى .
دکيمياوي وسلو  داستفادې دبندولو سازمان د حقيقت موندلو هيئت چې په سوريې کې دکيمياوي وسلو   داحتمالي  استقادې په څيړنه بوخت دي په خپل نوي رپوټ کې ويلي دي چې په پوره  ګومان سره ويلى شي چې تيرکال دسوريې دحکومت دمخالفينو تر واکمنۍ لاندې  دريو کليو کې  دکلر له ګازو څخه په استفادې څخه بريدونه شوي دي .
ددغه هيئت د څرګندونوله مخې : د دغه بريد له امله  له درې سوه پنځوس څخه تر پنځه سوه تنو پورې  زيانمن شوي دي  او ديارلس تنه هم  وژل شوي دي .
ديو نړيوال موافقه ليک له مخې: دسوريې  کيمياوي وسلې  په وروستي يو کال کې  له دغه هېواد څخه ايستل شوي او له منځه وړل شوي دي .
خو سوريه دکلر  د ګازو  دزيرمو درپوټ لپاره  کوم الزام نه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته