دسوريې دکيمياوي وسلو دپاتې شونو له منځه وړل
دمشق باختر د لړم پنځلسمه :
دامنيت شورا دوره يي رييس دروانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې دسوريې دکيمياوي وسلو د پاتې شونو دله منځه وړلو دبيا پيل خبر ورکړ .
درويترز دخبري اژانس دخبر له مخې، دملګروملتو په سازمان کې داستراليا استازي چې هيواد يې په روانه ميلادي مياشت کې دامنيت شورا دوره يي رياست په غاړه لري دسوريې دکيمياوي وسلو دله منځه وړلو په چارو کې دملګروملتو سازمان له ځانګړي سلاکار زيګر يدکاګ سره له کتنې وروسته چې دتړلو دروازو ترشاه جوړه شوه دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
کوينلن وويل چې تراوسه پورې تر ځمکې لاندې پنځه تونلونه او اووه نورې سيمې شته چې له منه وړل به يې د راتلونکي کال تر دوبي پورې وخت ونيسي .