دمشق- باختر د وږي ديارلسمه
دسوريې دجمهور ريس بشار الاسد پلويو ځواکونو نن ددغه هيواد حما ولايت په يوه کلي کې ٢٥ تنه ووژل .
دسوريې دبشر دحقوقو مدافع وايي چې زياتره دغه کسان دتوپچې پوځ د ډزو له امله وژل شوي دي او يو شمير نور يې اعدام شوي دي .
هغه ويديويي تصويرونه چې دبشر دحقوقو د فعالينو له خوا اخيستل شوي دي ،ښيي چې دوى او دکورني غړ ې يې دقربانيانو په مړو ژاړي .
پرون هم د دمشق ښار ته څيرمه دفلسطيني مهاجرينو کمپ ته څيرمه په يو موټر کې دايښودل شوى بم دچاودنې له امله څه ناڅه ١٥ تنه ووژل شول .
په هغو نا ارميو کې چې له اوولسو مياشتو را پديخوا په سوريه کې پيل شوي دي نږدې شل زره تنه وژل شوي دي او دولتي ځواکونو ددغه هيواد په شمال ، ختيځ اوجنوب کې دځينو لرو پرتو سيمو کنترول له لاسه ورکړي دي .
0 1 دقیقه لوستل