نړۍ

دسوريې دحکومت دمخالفينو له مشر سره دروسيې دبهرنيو چارو دوزير کتنه

دمشق ريانويستي – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دسوريي دحکومت دمخالفينو دملي ايتلاف مشر به ديو هيت په مشرۍ دروان  کال دمرغومي دمياشتې په  ٢٤ نيټه دفرانسې په پايتخت پاريس ښارکې دروسيې دبهرنيو چارو له وزير سره وګوري .
ددغه ايتلاف  عمومي منشي  دريانويستي  خبري آژانس ته ويلي دي  چې  دوخت
دکمښت په علت مسکو ته دسفر پروګرام به چې دمرغومي دمياشتې  د٢٥ نيټي  او ٢٦نيټي لپاره ټاکل شوى و ، ترسره نه شي .
ددغه ايتلاف مشر او عمومي منشي  به  په پاريس کې دسوريې ددوستانو په غونډه کې ګډون وکړي .
دروسيې او دامريکا دبهرنيو چارو وزيران به هم  سوريې دژنيو _٢  په کنفرانس کې  دخبرو  لپاره  په پاريس کې وګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته