نړۍ

دسوريې جمهور رييس نه پوهيږي چې دجمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي که څنګه ؟

دمشق دروسيې غږ باختر دتلې دمياشتې ١٣
دسوريې جمهوررييس بشارالاسد دترکيې دخلکو له ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي دي  چې  تراوسه پورې يې د ٢٠١٤ ميلادي کال د جمهوري رياست په انتخاباتو کې دخپل ګډون په باب تصميم نه دى نيولى .
دده دڅرگندونوله مخې :  که چيرې وپوهيږي چې دسوريې خلک  هغه  دجمهوررييس په توګه  هغه ونه غواړي  ځان به کانديد نه کړي  دغه مسله به له څلورو  يا پنځو مياشتو وروسته به  روښانه شي .
دسوريې جمهوررييس  وويل چې په سوريه کې حالات په چټکۍ سره بدلون کوي.
اسد  په  ٢٠٠٠ کال کې دسوريې  جمهوررييس شو اوپه  ٢٠٠٧ کال  کې  بيا د جمهوررييس  په توګه وټاکل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته