نړۍ

دسوريې بحرانه په ترکيه کې څارل کيږي

 استانبول بي بي سي   دوري دمياشتې ١٣ :
دنړۍ څه دپاسه اويا هيوادونو دبهرنيو چارو وزيران په سوريه کې دتاوتريخوالي دپاى ته رسولو دڅرنګوالۍ دڅيړنې لپاره نن دترکيې په استانبول ښارکې غونډه  کوي.
نننۍ غونډه  دسوريې ددوستانو په نامه دويمه غونډه  ده او په استانبول کي دهغي دجوړولودمقدماتوله برابرولوسره جوخت ، دسوريې ددولت مخالفانو ويلي دي چې ددولت مخالفوډلوته دوسلودورکولولپاره دغوښتنې ليکونو لپاره ملاتړکوي.
دسوريې جمهوررييس بشارلاسد اعلام  کړي چې دسوريې لپاره دملګروملتو دسازمان اودعربي ټولني دګډاستازي کوفي  عنان دسولې پيشنهادي طرحه مني . خو دده مخالفان وايي چې ددغي طرحي منل ددولت له  مخالفينوسره دمقابلي لپاره دزيات وخت په خاطر اقدام دي.
دسوريي دولت پرون اعلام وکړ چې په دغه هيوادکې  دياغيانو سره په مقابل کې بريالي شوي دي.
په همدي حال کې په پرونيو نښتو کې څه ناڅه پنځه ويشت تنه ووژل شول اودولتي ځواکونه دپخوا په شان په حمص ښارکې  ډزو ته دوام ورکوي.
ټاکل  شوې ده چې دبهرنيو چارو وزيران داستانبول په غونډه کې په بشارلاسد باندې له ديپلوماتيکي لاري زور واچوي   اوکوفي عنان دسولې له طرحي سره دده  دملاتړ په اړتيا باندې ټينګاروکړى.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيره  هليري کلنتن به هم په دې غونډه کې گډون وکړې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته