کابلباختر د ميزان١٦
دافغانستان دسودا ګرۍ دصادراتو خدما تي اومعلوماتي مرکز نن له جوړولو وروسته پرانستل شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې : دسودا ګرۍ اوصنايعو د وزارت معين مزمل شينواري د دغه مرکز دپرانيستلو په وخت کې وويل : ددغه مرکز په پرانستلو سره دسوداګرو اودسوداګرۍ نندارتونونو دجوړونکو لپاره آسانتياوي
را منځته شوي دي اوهغوي کولاى شي ددغه مرکز له لارې بازارموندنې وکړي .
دهيواد د اقتصاد پرمختګونو د نندارتون رييس محمدامين تره خيل هم ددغه مرکز دپرانستلو په وخت کې وويل : دغه مرکز له يوې مودې را په دې خوا په کنډواله بدل شوي و چې تراوسه پورې په لږ امکاناتو سره بيا جوړ شو اودپانګي اچونو او دهيواد دسوداګرو په چوپړ کې دى .