دسوداګرۍ او صنايعو دخونو او داسيا مسوولين په افغانستان کې پانګونې کمښت موندلى دى.
دسودا ګرۍ او صنايعو و زارت ويندوى ،دغه خبرې د منفي تبليغا تو زيږنده دي
٢٨-کابل باختر د وري د مياشتى٢٦
د افغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مسوولين ادعا کوي چې په دې وروستيو وختو کې په افغا نستان کې پانګونو کمښت موندلى دى.
دسو دا ګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خان جان الکو زي د باختر ا ژانس خبريال ته وويل: د٢٠١١ ميلادي کال له نيمايي څخه را په ديخوا په هيواد کې دپانګو نې ګراف ټيټ شوى دى .
ښاغلى الکوزي ادعا کوي چې په تيرو دريو کلونو کې دولت په هيواد کې پانګونې ته دومره پاملرنه نه ده کړې اود ګمرکى تعرفو لوړيدل په هيواد کې دپانګو نې د کمښت سبب شوى دى .
الکوزي وايي چې دوى په وار وار دپانګې اچونکو دستونزو دحل کولو په مقصد د وزيرانو شورا اقتصادى کميټې ته پيشنهادونه وړاندې کړي دي خو دغه وړانديزونه د وزيرانو شورا د اقتصادى کميټې په غونډو کې طرحه شوي دي خو کوم عملي اقدام نه دى شوى .
د اسيا يادپانګې اچونې د ملاتړ د ادارې رئيس وفى الله افتخار وايي صنعتى پارکونو ته نه پا ملرنه اود ځمکې نشتوالى دپانګو نې په لاره کې ډيرې مهمې ستونزې بلل کيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل ،د کرنې او او بو لګولو و زارت هم په دې اړوند کوم کارنه دى کړى .
دغه راز د کرنې او او بو لګولو و زارت هغه ژمنې چې شپږ مياشتې مخکې په کابل کې دصنايعو په نړيوال نندارتون کې کړې وې نه دي عملي کړي .
د اسيا دخصوصي پا نګونې اداره هم دسکتوري وزارتو نو په کړنو انتقاد کوي او وايي چې د پانګو نې د ودې په وړا ندې ان خنډو نه پيدا کوي او په هغو ژمنوچې په کابل نندارتون کې يې کړې وې عمل نه دى کړى خو د هيواد دسودا ګرۍ او صنايعو و زارت ويندوى وحيد الله غازى خيل ددغو دوو مقا ما تو ادعا د منفى تبليغاتو زيږنده بو لي.
غازى خيل وايي چې منفى تبليغاتو په دغه هيواد کې په پانګونې اغيزې کړي دي خو څرګندوي چې دپانګو نې لپاره زيا تې اسانتياوې برابرې شوي دي او ګمر کي تعرفو کمښت موندلى دى او په افغا نستان کې دپانګونې دجلب لپاره دولت يو لړ پروګرا مو نه ترلاس لاندې نيولي دي اوهلې ځلي کوي چې دهيواد له صنعت کارا نو سره همکاري و کړي .