دسندي توپان دکاناډا په لور روان دى

اوتاواباختر د لړم لسمه
  تراوسه پورې دهغه ډير سخت توپان له امله چې په څو وروستيو لسيزو کې ساري نه لري او دامريکا شمال ختيځې ساحې يې لاندې کړي دي څه دپاسه ٦٠ تنه وژل شوي دي. څه دپاسه اتلس تنه دغه کسان په نيويارک ښار کې وژل شوي دي .
  دنيويارک  ښار مترو  دسندي توپان په نتيجه کې دسيلاونو دراوتلو له امله په خپل ١٠٨کلن تاريخ کې ډير زيات زيان ليدلى دى او ددغه توپان له امله د امريکا ١٧ ايالتونو ته تاوان اوښتي دي .
دسندي توپان قدرت چې دکاناډادشمال په لور روان دى کم شوى دى خو هواپيژندونکي دغه راز د هغه داحتمالي خطرونو په نسبت خبر داري ورکړي .
  په امريکا کې دمصيبت ځپلو سيمو دپاکولو اودبيا جوړولو دعملياتولګښت ښايي څلويښتو ملياردو ډالرو ته ورسيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته